د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته سفر کړی او د یادې ولسوالۍ له علماوو سره یې لیدنه کړې ده.
د دغه لیدنې پر مهال د برکې ولسوالۍ علماوو په وخت سره د پېښو سیمو ته د ژغورونکو ټیمونو او بیړنیو مرستو د لېږلو له امله له اسلامي امارت څخه مننه کړې او په ځینو برخو کې یې موجودې ستونزې او غوښتنې د ریاستالوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.
ښاغلي برادر دوی ته یې د حل ډاډ ورکړ.
محترم ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې په ټولو زیانمن شوو سیمو کې د مرستو د وېش لړۍ لا هم جریان لري او تر دې مهاله زرګونو هېوادوالو ته پر نغدي مرستو سربېره د خوراکي توکو، درملو او البسې مرستې رسېدلې دي.
ښاغلي برادر ډاډ ورکړی، چې ستونزو ته به یې رسیدنه وشي او د اسلامي امارت له لوري به د مرستو د وېش لړۍ دوام ولري.

