د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندرعباد بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بورکې او نهرین ولسوالیو له روغتیايي څانګو د خدمتونو څخه نږدې لیدنه کړې.
ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ته د سفر په ترڅ کې د بورکې او نهرین ولسوالیو له روغتیايي څانګو د لیدنې سربېره د ټولو هغه روغتیايي کارکوونکو څخه چې هېوادوالو ته په صادقانه ډول خدمت کوي مننه کړې او روغتیايي کارکوونکي یې د ولس رېښتني خدمتګاران بللي.
نوموړي د یادو روغتيایي څانګو کارکوونکو ته د هېوادوالو د ښه خدمت په موخه لازمې سپارښتنې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې د ناروغانو د معیاري درملنې په برخه کې بشپړه پاملرنه وکړي.
د بغلان ولایت د عامې روغتیا ریاست د بورکې او نهرین روغتیايي څانګو مسولینو د عامې روغتیا وزیر ته ډاډ ورکړی، چې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو د روغتیايي وضعیت د ښه والي په برخه کې به له هیڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

