د بدني روزنې او ورزش لوی ریاست اړوند د بدن روزنې او فټنس فدراسیون له لوري د کابل ښار د ختیځ زون ۱۷م پړاو ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
یادو سیالیو کې د ختیځ زون له ۴۷ کلپونو څخه ۲۱۷ ورزشکارانو ګډون کړی و، چې له ۵۵ څخه تر ۹۰ کیلو ګرامه وزنونو کې یې له یو بل سره سیالۍ ترسره کړې.
د یادو سیالیو پایله کې له هرې وزني کټګورۍ څخه پنځه ورزشکاران، چې په ټولیزه توګه له ۲۱۷ تنو څخه ۴۰ تنه یې د ختیځ زون منتخبې لوبډلې لپاره ټاکل شوي.
ورزشکارانو ته د ډالیو د ورکړې په مراسمو کې د بدني روزنې او ورزش ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، د بدن روزنې او فټنس فدراسیون رهبري، د دغې برخې ورزشکارانو او ګڼ شمېر مینوالو ګډون کړی و.
د یادو سیالیو موخه د کابل ښار د ختیځ زون منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل ښودل شوي دي.
فټنس؛ د کابل ښار ختیځ زون منتخبې لوبډلې ټاکلو لپاره ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

