د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکیوشي کورمایا سره لیدنه کړې او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یې د جاپان هېواد سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په برخه کې د چاپان هېواد د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په اړه بحث شوی.
د جاپان سفیر تاکویوشي کورمایا ویلي؛ هڅه کوو چې تر ۲۰۲۱ مخکې کلونو په څیر خپل فعالیتونه یو ځل بیا پیل کړو او د جاپان حکومت او نړۍوالو حکومتونو او موسسو ته دا پیغام ورکړو، چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی، را دې شي او خپل فعالیتونه دې بیا پیل کړي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني ویلي؛ د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي مخینه لري، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د کروندګرو او مالدارنو کورنیو سره ستاسو همکاري د ستایلو وړ ده، د وضعیت په درک کولو او ستاسو راتګ سره به دا ثابته شوي وي، چې ز موږ په هېواد کې هیڅ ډول ستونزه نشته، چې د بهرنیو دولتونو او ادارو د کار مخه ونیسي.
نوموړي زیاته کړې؛ موږ تمه لرو چې خپل فعالیتونه د پخوا په څېر پیل کړئ او له دې ځورېدلی ملت سره مرسته وکړئ، ځکه زموږ ولس په ۴۰ کلنه جګړه کې ډېر زیانونه او کړاوونه ګاللي دي.
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، د امنیت د ټینګښت، د کاري فرصتونو د برابرولو، سالم مدیریت او د افغانستان ځان بسیاینې په پار د پینځه کلنې طرحې د چمتو کولو یادونه کړې او په افغانستان کې د جاپان له سفير څخه یې غوښتي، چې د تېر په څېر د ترويج، څيړنې، روزنې، له کروندګرو او بزګرانو سره د مرستو او له آفتونو او ناروغيو سره د مبارزې په برخو کې د افغانستان له بزګرانو او مالدارانو سره همکاري وکړي.

