د ملګرو ملتونو د اداري او بودیجوي چارو مشورتي کمېټې يوه پلاوي له کندهار والي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د راغلي پلاوي مشر بارچر بونګ عبدالله ويلي؛ د سفر موخه یې د پرمختیايي او بیارغونې پروژو په برخه کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو بودیجه د اړتیاوو اړوند معلومول دي.
نوموړي زیاته کړې؛ په خپل څلور ورځني سفر کي يي لومړیتوبونه معلوم کړي، چي ترټولو ډېر د بیارغوني برخي ته اړتیا لیدل کیږي.
د پلاوي مشر د امنیت د ټینګښت، د نشه يي توکو د مخنیوي، د پرمختیايي پروژو د پلي کېدو، د فساد ختمولو او په يو شمير نورو برخو کي د اسلامي امارت لاسته راوړني ستایلي دي.
د کندهار په خپلو خبرو کي د نشهيي توکو د کښت مخنیوي، د زرګونو روږدو کسانو د درملني، د کونډیانو او یتیمانو سره د مرستو کولو، د تېري ادارې د چارواکو د امنیت ساتلو، د هر ډول فساد له منځه وړلو، په چارو کې د روڼتیا راوستلو، د پرمختیايي پروژو د پلي کولو، د لویو او کوچنیو لارو د جوړښت، د ظلم او زورواکۍ د مخنیوي او ټولو خلکو ته د خپلو حقونو د ورکولو، د افغانۍ کرنسۍ د ارزښت ډېرولو او په یو شمېر نورو برخو کي د اسلامي امارت د لاسته راوړنو یادونه کړې.
نوموړي د یاد پلاوي څخه غوښتنه کړې، ترڅو راتلونکي کې خپله بودیجه د وچکالۍ ځپلو او سیلابځپلو سره د مرستي ترڅنګ پر پرمختيايي پروژو مصرف کړي.
د کندهار والي ویلي؛ د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د عدالت لپاره رامنځته شوی، نو د افغانانو ریښتنی انځور دې له نړۍ سره شریک کړي.

