د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (پنجشنبه، د غويي ۱۳مه) په کابل کې د جامعة ریاض العلوم د نوي تعليمي دورې په پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې لومړی د جامعة الریاض العلوم مشر مولوي عبدالله د ښه راغلاست وینا کړې او ویلي یې دي، چې استادان او طالب العلمان په پیاوړې ارادې سره د خپل تعلیمی بهیر پیلولو ته چمتو دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي؛ د ریاض العلوم په شمول ټول مدارس په داسې حال کې پېلېږي چې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم دی.
نوموړي زیاته کړې؛ یو وخت داسې و چې د مدارسو پرانستلو ته به د جرم په سترګه کتل کېدل، خو نن علماء په ډاډه زړه په مدارسو کې خپل تدریس ته دوام ورکوی.
دغهراز د عصري او دیني علومو تر منځ واټن ختم شوی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې د مدارسو د طالب العلمانو او ولس په مستقیمو قربانیو په هېواد کې اشغال ختم او اسلامي نظام حاکم شو.
دغهراز دا نظام او دا هېواد د ټولو افغانانو شریک دی، هر افغان پکې په جرأت خدمت کولی شي او هېڅوک د پردیتوب احساس نه کوي.
د نوموړي په وینا؛ سره له دې چې په هېواد کې امن راغلی، اشغال، زور واکي او د قدرت جزایر ختم دي، خو بیا هم اسلامي امارت په دې اکتفا نه ده کړې، بلکې د هېواد په مختلفو برخو کې د ترقۍ او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدوونکي هڅې کوي.
د دې تر څنګ افغانستان د ګاونډیو په شمول له ډېرو هېوادو سره سیاسي تعاملات لري، د تجارت بندرونه خلاص دي او په خبره یې که د واخان بندر جوړ شي نو افغانستان به د اقتصاد مرکز وګرځي.
د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت خپله عادي او انکشافي بودیجه له خپلو عوایدو پوره کوي او هیڅوک دا جرات نه لري چې له بیت المال سره خیانت وکړي.
نوموړي ټینګار کړی؛ افغانستان په ټولو برخو کې متخصصین او مسلکي افراد لري، چې په ګډه همکارۍ د هېواد ابادۍ ته ژمن دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ دا د مغرضو کړیو تبلیغات دي، چې ګوندې اسلامي امارت له عصري زده کړو سره مخالف دی، حقیقت دا دی چې اسلامي امارت نه یوازې چې له عصري علومو سره مخالف نه دی، بلکې د عصري او دیني علومو طرفدار دی.

