د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کاپیسا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی محصلانو فراغتغونډه او علمي شورا کې ګډون کړی.
د البیروني پوهنتون په علمي شورا کې د پوهنتون مشرتابه پلاوي او ښوونکو سرپرست وزیر ته د پوهنتون د لاسته راوړنو، فعالیتونو او ستونزو په اړه معلومات ورکړي.
مولوي ندا محمد ندیم د البیروني پوهنتون د مسولینو کړنې او لاسته راوړنې ستایلې او د نیمه کاره پروژو د بشپړولو، د لابراتوارونو تجهیز، کتابتون غني کولو او نورو ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.
دغه راز نوموړي د البیروني پوهنتون د طب پوهنځی شپاړسمې دورې ۷۵ ډاکټرانو په فراغتغونډه کې ویلی، یوازې هغه نظام بریالی دی، چې د خپل ملت د دنیا او اخرت په فکر کې وي.
سرپرست وزیر له فارغو شویو ډاکټرانو څخه غوښتي، چې ماسټري او دوکتورا وکړي، د هېواد طبي برخه په پښو ودروي او د خپل مسلک له لارې په اخلاص، عاجزۍ او ښو اخلاقو سره خدمت وکړي.
ورته مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر، د کاپیسا والي او البیروني پوهنتون مسولینو په ملتیا د یاد پوهنتون له بېلا بېلو برخو څخه لیدنه کړې.
د یادونې وړ ده، چې البیروني پوهنتون اوسمهال نهه پوهنځي لري، چې څلور زره او ۵۰۰ محصلین پکې په زده کړو بوخت دي.

