د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغه وزارت د څېړنیزو لابراتوارونو وضعیت له نږدې څېړلی او د هغوی د اغېزمنې ګټې اخیستنې په موخه یې اړوندو مسولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې کړي دي.
د دغې لیدنې پرمهال د اوبو سرچینو د پروژو د څېړنو او لابراتوارونو ریاست مسولینو او کارپوهانو د لابراتوارونو د ګټې اخیستنې په هکله معلومات وړاندې کړي او خپلې اړتیاوې او وړاندیزونه یې د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړي دي.
اوسمهال د اوبو او انرژي په وزارت کې د اوبو د کیفیت، ودانیزو توکو، جیوتخنیک او د خاورې میخانیک په برخه کې څلور لابراتوارونه فعال دي، چې له هغوی څخه د اوبو د فزیکي، کیمیاوي او بیولوژیکي آزمایښتونو او همدارنګه د وزارت په پروژو کې د اګریکاټ، سمنټو او کانکریت د ټسټ کولو لپاره ورڅخه ګټه اخیستل کېږي.

