د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ چې د هېواد په کچه یې د روان کال د لیندۍ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي، چې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۶۶.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۷۹۱ ميليون ډالر ښودل شوی دی.
یادې ادارې زیاته کړې؛ تېر کال په لیندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسیده او د روان کال لیندۍ مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۲.۵ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.
همدارنګه د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۳۵.۸ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په لیندۍ مياشت کې د ۵۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لیندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین هېواد ته وو.
همدا ډول د روان کال په لیندۍ مياشت کې تر ټولو ډېر واردات له ایران، پاکستان او چین هېوادونو څخه شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.

