ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱/۷/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۴/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۱ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۵۰ افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه پینځه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۵۳۰ خوراکه ډوډۍ او ۶۰ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په تورخم کې ۶۳۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوي:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۲۵ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان وېشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې دوه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، ۳۸ تنه غریبکار او ۶۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۶ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۵۳ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د سپین بولدک څخه درې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۹تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو زر او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۲۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۶۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۵۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۴۱۰ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۵۱ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي کڅوړې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې پینځه تنه حافظان، یو تن دیني عالم، ۶۵ تنه غریبکار او ۱۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان، چې ټول ۸۱ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۶۱ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له آنګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو سیمو او کليو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۸ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.      

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳‍۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۳۹۴مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږو کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولینو له لوري ۳‍۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۸۶ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۲۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۴تنه و، کندوز، بغلان او پکتیا ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او د یادې کورنۍ د موټر  ټوله کرایه ۴۳ زره افغانۍ شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:              ۱۰۶ کورنۍ ۳۳۸ غړي

لېږدول شوي کډوال:          ۳۶ کورنۍ ۸۱ غړي

مرسته شوي کډوال:           ۶۳ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:      ۷۷کورنۍ

تداوي شوي کډوال:            ۸۸۴ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۲۹۲ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا