ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر: اسلامي امارت غواړي د هېواد ښوونیز نصاب لا غني او معیاري کړي

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفارت سرپرست نقیب الله احمدي په مالیزیا کې د مسلمانانو د یووالي نړیوال انسټیټیوټ له رییس پروفیسور دوکتور داوود عبدالملک یحیی الحدابي سره د مختلفو موضوعاتو د بحث په موخه لیدنه کړې.

 نقیب الله احمدي د افغانستان په وروستیو حالاتو خپلواکي، امنیت، پرمختګونو، لاسته راوړنو او په ځانګړې توګه د تحصیلي بهیر اړوند لنډ معلومات وړاندې کړي.

ښاغلي احمدي ویلي؛ اسلامي امارت غواړي د هېواد ښوونیز نصاب لا غني او معیاري کړي او دې برخه یې د مالیزیا هېواد تجربه د پام وړ بللې.

د المعهد العالمي لوحدة الأمة له رییس سره د افغان نړیوال اسلامي پوهنتون موضوع هم ورسره شریکه شوې، چې مالیزیا په اسلامي بانکدارۍ کې اوږده تجربه لري او په دې برخه کې یې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه کړې.

 ښاغلي احمدي دغه راز د مسلمه امت د یووالي او ستونزو د حل په موخه د داسې مرکزونو شتون او ونډه ستایلې او هیله یې څرګنده کړې، چې د افغانستان مسلمان ولس هم د داسې مرکزونو له پروګرامونو او ګټو برخمن شي.

 د یاد انسټیټیټوټ رییس د یاد انسټیټیوټ په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي يي دي؛ چې د یاد انسټیټیوټ موخه د اسلامي امت وحدت، فکري سمون او یو ځل بیا د امت را پورته کول دي.

 ښاغلي داوود په اړه څرګنده کړې؛ چې په افغانستان کې ستاسې بریا د امت بریا ده او پر موږ باندې لازمه ده، چې څه مو په وس پوره وي تاسې سره همکاري وکړو.

نوموړي زیاته کړې موږ کولی شو تاسې ته د نصاب جوړونې، اسلامي بانکدارۍ او نورو برخو کې انلاين او حضوري لنډ مهاله سيمينارونه برابر کړو.

 په پای کې دواړو لورو په ګډې همکارۍ او هماهنګۍ ټینګار کړی.