د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د برېتانیا له شارژدافیر رابرټ چارترټن ډکسن سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د افغانستان او برېتانیې اړیکې دوستانه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له نړۍ او په ځانګړي ډول له برېتانیا سره مثبت تعامل غواړي.
نوموړي زیاته کړې، چې برېتانيا دې د افغانستان رښیتنی انځور نړۍ ته وړاندې کړي او له اسلامي امارت سره دې تعامل وکړي.
د برېتانیا شارژدافیر ویلي، چې هېواد یې افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات ملاتړی دی او له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان د اړیکو او تعامل په برخه کې هڅې کوي.
د نوموړي په وینا؛ له افغانستان سره د نړۍ تعامل دوامداره سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري او موږ غواړو افغانستان له نړۍ سره وصل او د دوی ترمنځ ناسم پوهاوی له منځه يوسو.

