ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې مبارکه ورځ، د ۲۹/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲۲/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۳۶)کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو (۷۹) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۸) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۲۸۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۰)تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۲۰۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې (۴۸۰) خوراکه ډوډۍ او (۷۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۲۳) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۰۷) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې (۱) تن د بکلوریا سند لرونکی، (۳) حافظان، (۲۶) تنه غریبکار او (۲۳) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۵۳) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۲۹) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۱۸) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۲۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۶) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۳۶۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۴۳۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۲۰۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۹۰) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې (۵) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن د لیسان سند لرونکی، (۱) تن دیني عالم، (۳۸) تنه غریبکار او (۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۵۴) تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د آنګور اډې له لارې (۱) کورنۍ هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: په انګور اډه او ښرنه کې (۳۱) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په آنګور اډه او ښرنه کې (۲۰) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:
مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۳۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۷۸۹)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۵۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۳۹) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۴۸) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۹۶) کورنۍ (۳۳۱) افراد
لېږدول شوي مهاجرین: (۶) کورنۍ (۴۰) افراد
مرسته شوي مهاجرین: (۶۹) کورنۍ
تداوي شوي مهاجرین: (۲۲۹) تنه
وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۲۶) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء