ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌ شوې

د مالیې وزارت اړوند د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د اړتیا وړ تعرفې د کتابچو او بارنامو د چاپ او بسته بندۍ او د یاد شرکت په ارزښتمنو اسنادو کې د اداري فساد د لاملونو (تقلب، تزویر او لاسوهنو) له پراختیا څخه د مخینوي په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دغه هوکړه لیک د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت د رییس محمد نسیم همدرد او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت په استازیتوب د تورید له خدمتونو څخه د څارني امر له لوري لاسلیک شو.

یاد هوکړه لیک د ریاست الوزرا عالي مقام د ۲۹۰ ګڼې ۱۴۴۴/۴/۲۹ نېټې د هغه حکم پر بنسټ، دولتي ادارې باید خپل خوندي او ارزښتمن اسناد د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې په دولتي شرکت، چې د چاپ په برخه کي په نویو او کیفیت لرونکو وسایلو سمباله قانوني مرجع او مطبوعه ده ډیزاین او چاپ کړي، لاسلیک کړ.