ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۲۷/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۲۰/۱۰/۱۴۰۲ هـ ل نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۹۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۵تنه و، ننګرهار، کنړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډ مهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تورخم کې ۲۳ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: د تورخم په کمپونو کې ۶۲۰ خوراکه ډوډۍ او ۷۵ زره لېټره اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:

کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۴۲ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، ۲۸ تنه غریبکار او ۳۱ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۶۰ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۱۰۷ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ ۲۵ فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶تنه و، هرات ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په سپین بولدک کې ۳۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۲۶۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۵۲۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۳ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، درې تنه دیني عالمان، ۷۸ تنه غریبکار او ۲۳ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۶۵ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیکا

آنګور اډې لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د آنګور اډې  له لارې دوه کورنۍ هېواد ته راستانه او  ثبت شوې دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي مرسته شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د آنګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو اړونده ولسوالیو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په آنګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۶۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوې دي. 

روغتیا: په آنګور اډه او ښرنه کې اته تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د آنګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.    

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۱۸۳۰مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۲ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۱۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۹ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۳۴۹ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په هرات کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲تنه و، د کورونو د جنسونو سره کندز، تخار او خوست ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او د یادو کورنیو ټوله کرایه ۲۶ زره افغانۍ شوې ده. 

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:                      ۱۲۹ کورنۍ، ۶۵۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:                  ۴۵ کورنۍ، ۱۸۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:                  ۸۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:        ۹۸ کورنۍ

تداوي شوي کډوال:                    ۲۷۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:              ۳۲۶ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا