ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ډاکتر ملا عبدالواسع: هېواد کې د امنیت ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې مثبت بدلونونه او پرمختګونه راغلي

د ریاست الوزرا عالي مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د پشه یي قوم یو شمېر مشرانو او علماوو سره لیدنه کړې.

د سیاسي او ولسي چارو رییس مولوي ګلزار احمدحقاني ویلي؛ ملت د اسلامي نظام د ټینګښت او د اشغال د خاتمې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي، اوس د وطن خدمت پر موږ ټولو لازم دی او زموږ دروازې د ولس پر مخ خلاصې دي.

د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال قاري عبدالستار سعید ویلي؛ د حکومت او ملت د دندو او مکلفیتونو ترسره کېدل مهم دي او د دوه اړخیز باور په لا زیاتوالي کې یې د قومي مشرانو رول مهم او د هغوی دیني او ملي مکلیف بللی. 

د پشه یي قوم  مشرانو د اسلامي امارت په بریا او واکمنۍ خوښي ښودلې او د پشه یي قوم په اړه د هر اړخیزو معلوماتو ورکولو ترڅنګ یې د اشغال پرضد جهاد کې د یاد قوم د مجاهدینو د سرښندنو او زحمتونو یادونه هم کړې.

همدارنګه یې د پشه یي قوم د بې وزلۍ، اقتصادي او د ځمکو د کمښت ستونزو ترڅنګ د دوی په سیمو کې د ښوونځیو، مدرسو، کلینیکونو او سرکونو جوړولو او پراختیایي پروژو د پلي کولو په اړه خپلې غوښتنې او وړاندیزونه  د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس سره شریک کړي.

ډاکتر ملا عبدالواسع ویلي؛ اسلامي امارت د امنیت ترڅنګ امکاناتو ته په پام د ټولو هېوادوالو ستونزو ته رسېدنه کړې او په بېلابېلو برخو کې ډېر مثبت بدلونونه او پرمختګونه راغلي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ سره له دې چې پوهنې وزارت پراخ تشکیلات لري، مګر عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د هېوادوالو د ستونزو د حل په موخه د یاد وزارت تشکیل نور هم زیات کړی او د هېواد په ځینو لیرې پرتو سیمو کې د ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونو جوړولو ته هم پاملرنه شوې ده.

 د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ویلي؛ پشه یي قوم د نورو هېوادوالو په څېر په جهاد کې ونډه اخیستې او ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي.

اسلامي امارت د پشه یي قوم په ګډون د ټولو هېوادوالو خدمت کوي.

ستاسو په څېر مو له بېلابېلو اقشارو سره مجلسونه کړي.

د دوی غوښتنې او وړاندیزونه مو د حل لپاره له مسولینو او د اړتیا پرمهال د اسلامي امارت رهبري سره شریک کړي دي.