د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت له شارژدافیر پال کلومن بکن سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو له ناروې هېواد او اروپایي ټولنې سره د سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره په کتنه کې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ثبات، امنیت او اقتصادي لاسته راوړنو ترڅنګ؛ د راستنېدونکو هېوادوالو پر ښه مدیریت خوښي څرګنده کړې وه.

