د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (یکشنبه، د مرغومي۱۷مه) کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر او دافغانستان لپاره د دې هېواد له ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي حسن کاظمي قمي ویلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت بهرنی سیاست له اسلامي امارت سره پر همکاریو ولاړ دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا مهال د همکاریو ګڼ سندونه لاسلیک شوي دي.
ښاغلي قمي زیاته کړې، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګرۍ، کرنې، برېښنا، او کانونو په برخه کې تړونونه لري او نورو پانګونې او تخنیکي همکاریو ته چمتو دی.
د نوموړي په وینا؛ ایران د سیمهییز ګډ ترانزیټ لپاره هڅې کوي، چې د سیمې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا او د سوداګرۍ په پراختیا کې به اغېزمن ثابت شي.
کاظمي قمي ویلي، چې له دې فرصت څخه په استفادې به د افغانستان توکي په مستقیم ډول د ترکیې او اروپا بازارونو ته ورسېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت د سفیر او ځانګړي استازي ډاډ ورکړی، چې ایراني پانګوال له افغان لوري سره د کرنې په سکټور کې ګډ کار ته چمتو دي او که افغانستان د کرنیزو توکو د صادرولو جوګه شي نود دې توکو لومړی بهرنی بازار به ایران وي.
حسن کاظمي قمي زیاته کړې، چې هېواد یې د اسلامي امارت له مخالفینو ملاتړ نه کوي، بلکې هڅه کوي افغانستان د سیمهییزې همکارۍ برخه وګرځوي.
نوموړي ټینګار کړی؛ هغه ډلې او کړۍ چې د ایران او افغانستان ترمنځ مخالفتونو او نفاق ته لمن وهي، هېڅکله به بریالي نه شي.
مولوي عبدالکبیر ایران کې د وروستیو پېښو له امله چې ګڼ شمېر کسانوته پکې مرګژوبله واوښته، ایراني لوري ته تسلیت ویلی او ویلي یې دي، چې داعش د یوه مشترک دښمن په توګه د سیمې د نا امنه کولو او د بې ګناه خلکو د وژلو هدف لري.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له افغانستان سره د ایران د اسلامي جمهوریت له مرستو او همکاریو څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له ایران او ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا او تحکیم غواړي.
نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي امارت پالیسي روښانه ده، چې له افغانستان څخه به د ایران په شمول هیچا ته ګواښ پېښ نه شي او کوښښ کوي، چې د سیمې د ثبات او امنیت په برخه کې خپل مثبت رول ولوبوي.
مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی؛ اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره سیاست پر مخ بیولو سره غواړي، چې افغانستان د سیمې د اقتصادي ثبات او پراختیا د اتصال د مرکز په توګه، خپل مهم رول ترسره کړي.

