ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: هېوادوالو ته د پخوا په پرتله د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پرون شنبه د روان لمریز کال د جدې میاشتې په ۱۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د روزګان ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې او د هغوی ستونزې یې اورېدلې دي.

د روزګان ولایت علماوو او قومي مشرانو په هېواد کې د راغلي امنیت ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د روزګان ولس په خپل ټول توان سره په هر حالت کې د افغانستان اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي.

د روزګان ولایت استازو له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو د بیارغولو، د څښاک پاکو اوبو چمتو کولو او همدارنګه د چک‌ډیمونو جوړولو ترڅنګ ځینې نورې ستونزې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې.

ملا عبدالغني برادر اخوند د شل کلن اشغال د ختم او د اسلامي نظام راتلو لپاره د روزګان ولایت د اوسېدونکو او مجاهدینو قربانۍ بې ساري بللې او ویلي یې دي؛ د الله تعالی په نصرت سره اوسمهال افغانستان کې یو خپلواک اسلامي نظام حاکم دی، چې ټول افغانان یې تر حاکمیت لاندې په ارامۍ سره ژوند کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د بیارغونې او ابادۍ کارونه پيل شوي او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوند ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د محترم ملا صاحب په خبره؛ اسلامي امارت ته ډېرې ستونزې په میراث پاتې دي، چې د ټولو حل کول وخت او امکاناتو ته اړتیا لري او اسلامي امارت له خپل ولس سره ژمنه کوي، چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو سره به په تدریج سره ټولې ستونزې حل کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د روزګان ولایت علماوو او قومي مخورو ته ډاډ ورکړی، چې له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته د غځېدلو سړکونو، څښاک پاکو اوبو او همدارنګه د چک‌ډیمونو جوړولو په برخه کې به خپلو امکاناتو ته په کتو اقدام وکړي.