هېواد کې د لویو پروژو د پلي کېدو په تړاو د کابل مېشتو هرکلی؛
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره هیواد کې د بېلا بېلو لویو پروژو چارې پیل شوې، چي ځیني یې بشپړې او د ځینو کار لا هم دوام لري.
کابل میشتي د بېلا بېلو لویو پروژو لکه: د قوشتیپې کانال جوړول، د سالنګ تونل او لویې لارې رغول، د کابل-کندهار لویې لارې بیارغونه، د عوایدو زیاتېدو په موخه د کانونو کېندلو سروې، د اوبو ښه مدیریت لپاره د وړو او سترو بندونو جوړولو، د واخان دهلیز پرانیستنې او رېل پټلۍ په شمول د نورو لویو پروژو له پلي کېدو هرکلی کوي.
دوی وايي، چې د داسې سترو پروژو پلي کول د هېواد د پرمختګ لپاره ګټور او په دې برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستایلو وړ دي.
بل لور ته سیاسي او اقتصادي کارپوهان هېواد کې د لویو پروژو په پلي کېدو خوښي ښیې او وايي؛ د دې ډول پروژو پلی کول د دې ښکاروندویې کوي چي هېواد نور ځان بسیایني ته نیږدې شوی.
د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ګڼې بنسټیزې پروژې پلې شوې، چې له امله یې زرګونه هېوادوالو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، چي یادې سترې پروژې له کوم بهرني ملاتړ پرته د هېواد په داخلي عوایدو پلې شوې دي.
محمد اسماعیل وفا

