د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر په یوه ګډه غونډه کې، چې د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال ملا ابراهیم هم پکې حضور درلود، د کابل ښار د علماوو شورا له څو تنو غړو او د کابل د یو شمېر مدرسو له مدرسینو سره لیدنه کړې.
په دې ليدنه کې راغلو علمای کرامو د دیني مدرسو د فعالیت په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د مدرسو د شمېر له لوړېدو سره سم د زدکوونکو شمېر هم ډېر شوی دی.
دوی زیاته کړې، چې د دیني مدرسو پر نصاب کار شوی او د همکاریو زمینه ورته چمتو شوې ده.
وروسته مولوي عبد الجلیل مجددي د نورو علماؤ په استازيتوب د دیني مدرسو اقتصادي وضعیت ته په اشارې ویلي؛ حکومت دې د دیني بنسټونو د ننګونو حل په موخه کوټلي ګامونه واخلي، تر څو دغو مرکزونو ته د مناسب او اغېزناک فعالیت لاره پرانیستل شي.
یادو علمای کرامو د مدرسو د زدکوونکو او مدرسینو یو لړ وړاندېزونه او غوښتنې هم د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت مقام ته سپارلې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر د مدرسو ټولو طلباوو ته د زدکړو زمینې چمتو کولو په موخه د دیني مدرسو د شمېر زياتول اړتیا بللې او ویلي یې دي، چې حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونځيو په څنګ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې توجه کوي.
د محترم سیاسي مرستیال په وینا؛ د مدرسو نصاب یوه مهمه برخه ده، چې لاهم د مسلکي کسانو کار ته اړتیا لري او طلباوو ته دې د دیني زدکړو تر څنګ د عصري علومو تدریس هم وشي.
مولوي عبدالکبیر د خپلو خبرو په پای کې راغلو علماوو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې تر غور وروسته اړونده ادارې لاس په کار شي.

