ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له اسرائیلو څخه د امانویل مکرون غوښتنه؛ له لبنان سره د جګړې له زیاتېدو مخنیوی وکړئ

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له اسرائیلي چارواکي غوښتي، چې غزه او په ځانګړي ډول له لبنان هېواد سره د جګړې له زیاتېدو مخنیوی وکړي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور پر اساس؛ مکرون د سې‌شنبې په ورځ د اسرائیلو د جنګي کابینې له لوړ پوړي غړي بني‌ګانتز سره د ټلیفوني اړیکې له لارې دا غوښتنه کړې ده.

په دې راپور کې د مکرون له قوله ویل شوي: “له هر ډول کړکېچ څخه مخنیوی، په ځانګړي ډول له لبنان سره چې د جګړې د زیاتېدو لامل کېږي، یو اړین او حتمي امر دی.”

د فرانسې ولسمشر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله له ۲۲ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي.

د یادولو وړ ده، چې غزه کې د جګړې دوام د یوه ستر ناورین لامل شوی او د دې جګړې لمن لبنان او سوریې ته هم د غزېدو په حال کې ده.