د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دوو جلا ناستو کې د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو له یو شمېر علماوو، مخورو، مجاهدینو او ځوانانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې په کابل کې مېشتو د بدخشان یوشمېر قومي مشرانو، علمای کرامو او مجاهدینو برخه درلوده، د اسلامي امارت او ملت پر نږدېوالي او ګډې همکارۍ ټینګار شوی.
یادو علماوو او مخورو د قومونو د انسجام او ستونزو د هواري له امله د ریاست الوزرا سیاسي معاونیت هڅې اغېزناکې بللې او ویلي یې دي، چې د خلکو پرمخ د حکومتي چارواکو د دروازو خلاصون د ولس د خوښۍ او له حکومت سره د نږدېوالي سبب شوی دی.
دوی زیاته کړې، چې د اړتیا په صورت کې به له حکومت څخه هېڅ ډول همکاري دریغ نه کړي.
دغهراز په یوه بله ناسته کې د بېلا بېلو ولایتونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو او پرمختګونو خبرې کړې.
یادو قومي مشرانو د خبرو پرمهال هېواد کې د ډاډمن امنیت په تامین خوښي ښودلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت له لوري د بنسټیزو پروژو پلي کول د ولسونو د خوښۍ لامل شوي دي.
یادو ویناوالو همدارنګه سوداګرو او راستنېدونکو افغان کډوالو ته د اسلامي امارت لخوا د اسانتیاوو د برابرولو ستاینه کړې.
هغوی د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي نظام د پایښت لپاره هر راز قربانۍ ته چمتو دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو علماوو او قومي مشرانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي؛ د نیکمرغۍ ځای دی چې افغان قومونه واحد فکر او باور لري او دا د هېواد د ابادۍ او اسلامي نظام د ټینګښت لپاره مهمه موضوع ده.
نوموړي زیاته کړې؛ که څه هم افغانان په اقتصادي برخه کې نیمګړتیاوې لري، خو له دیني او معنوي اړخه افغان ټولنه په لوړ مقام کې ده، چې سبب یې د ټولو جهادي دورو بریا او د ملت یووالی دی.
د مولوي عبدالکبیر په وینا؛ د افغانستان رغاونه په واقعي بڼه پیل شوې او هېوادوال دې ډاډه اوسي، چې راتلونکې به يې هوسا او له نړۍ سره به سیال وي.

