د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د خپل هېواد پوځ ته امر کړی، چې د امریکا او سویلي کوریا د ګواښونو پر وړاندې قاطع ځواب ورکړي.
نوموړي د کوریا کارګر ګوند په عمومي غونډه کې د نوي کال تګلارې په تړاو خبرې کړې او د خپل هېواد وسلهوالو ځواکونو ته یې امر کړی، چې د امریکا له لوري پېښېدونکو ګواښونو ته دې قاطع ځواب ورکړي.
د راپورونو پر اساس کېم جونګ اون د اټومي وسلو د تولید د زیاتوالي غوښتنه هم کړې ده.

