ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

د کمېټو ورځنی کاري راپور

نن چهارشنبه د ۱۳/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۶/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د تورخم له لارې (۸۷)کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو (۲۱۶) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۷) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۶۷۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له تورخم څخه (۴۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۱)تنه و، جلال آباد، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۲۵۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په تورخم کې (۴۴) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د یادولو وړ ده چې نن د مهاجرینو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او د لنډ مهالې مېشتېدنې د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالرحمن راشد د یو پلاوي په ملتیا تورخم ته سفر کړی او هلته یې د کمېټو د کارکوونکو له کړنو څخه لیدنه کړې او درنو مهاجرینو ته د لاښو خدمتونو وړاندې کولو تر څنګ یې دوی ته یو لړ اړینې لارښوونې کړې دي همداشان ښاغلي راشد صاحب د ملګرو ملتونو سازمان او نورو مؤسسو له کړنو څخه د لیدنې پر مهال د مؤسسو له خدمتونو څخه مننه کړې او دوی ته یې ډاډ یې ورکړی چې د خیريه بنسټونو لپاره به آسانتیاوې رامنځته کړي څو دوی وکولای شي چې مهاجرینو ته لاښه خدمتونه وړاندې کړي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن د تورخم په کمپونو کې (۲۶۰۰) خوراکه ډوډۍ او (۸۵۰۰۰) لېټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو مهاجرینو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
(۶۵) تختې کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، (۶۵) بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۴۲) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټه

نن د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ننګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسئولینو په همکاۍ (۳۴) تنه زده کوونکي د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړل څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.
یاده کمېټه، هغه مهاجرین، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۱۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، (۲) تنه د لیسانس سند لرونکي، (۲) تنه حافظان، (۳۲) تنه غریبکار او (۵۲) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۱۰۲) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې (۴۰) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړي دي. همدارنګه یادې کمېټې (۲) تنه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نادرکه شوي وو، پیدا او خپلو کورنیو ته سپارلي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په تورخم کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
همدا شان د ننګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې مهاجرینو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.
همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د مهاجرت (۴۰) فورمې پر مهاجرینو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۳۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۹۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۶) کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعًا (۴۶۰۰۰۰) افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷)تنه و، کندهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۰۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په سپین بولدک کې (۲۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې (۱۱۱۰) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې (۳۹۲) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
همدارنګه (۳۴۴) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: نن په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان مهاجرینو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۱۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې نن په سپین بولدک کې (۲) تنه د بکلوریا سند لرونکي،(۳) تنه دیني عالمان،(۵۹) تنه غریبکار او (۲۸) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول (۹۲) تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې (۱۴۲) تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

زابــــل

شملزو لار (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د شملزو له لارې (۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳) کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ مرسته شوې چې مجموعاً (۳۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له شملزو لارې څخه (۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۷)تنه و، خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه ته لېږدول شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن په شملزو کې د تېر په څېر مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

آنګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د آنګور اډې له لارې (۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د آنګور آډې په لار کې له (۲) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۲۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له آنګور اډې څخه (۲) کورنۍ خپلو سیمو او کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
غذا: نن مهاجرینو ته په آنګور اډه او ښرنه کې (۶۵)خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې (۲۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي او (۳) تنو ته بېلا بېل واکسین تطبیق شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د آنګور اډې په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۴۷) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۲۱۴۸)مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له (۸) کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې مجموعاً (۸۰۰۰۰) زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې (۲۹) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

نن د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري (۴۵) عدده سیم کارتونه مهاجرینو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

نن د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې (۱۴۷) تنو مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په هرات کې (۳۵) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له کابل څخه (۲۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۰)تنه و، بلخ او کندز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو ټوله کرایه (۷۲۷۰۰) افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي مهاجرین: (۱۷۵) کورنۍ او (۵۸۴) افراد
ټول لېږدول شوي مهاجرین: (۷۴) کورنۍ او (۳۴۹) افراد
ټول مرسته شوي مهاجرین: (۱۲۶) کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۳۳)کورنۍ
ټول تداوي شوي مهاجرین: (۴۲۱) تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: (۲۹۷) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء