د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا محمد حنیف حمزه په ترکیه کې د تاجکستان برېښنا د سهامي شرکت له رییس محمد عمر عسازاده سره په لیدنه کې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال لپاره د برېښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.
د دې لیدنې په ترڅ کې دواړو لورو له تاجکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا نوي لیږد مزي د غځولو په اړه هم خبرې کړي او تاجکستان هېواد د یاد مزي غځولو په اړه لېوالتیا ښودلې.
دغه راز د افغانستان برېښنا شرکت رهبري له تاجکستان هېواد څخه غوښتي، ترڅو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بېرته پیل، همغږي او پلي کولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، چې په پایله کې مقابل لوري هم د همکاریو لېوالیتا او ژمنتیا ښودلې.

