ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

سه شنبه د ۱۲/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۵/۱۰/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري..

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.

 بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننګرهار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

 د تورخم له لارې ۴۶ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۲۸ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۳۵۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸ تنه و، جلال آباد، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  د تورخم په کمپونو کې دوه زره او ۶۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۸۵ زره لېټره پاکې اوبه وېشل شوي دي.

خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه وېشل شوې:

 ۱۲۵ تختې کمپلې، فرشونه، ګازي بخارۍ، ۵۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل شیان ویشل شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټه

 د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې د ګرهار ولایت د پوهنې ریاست د مرستندویه او معلوماتي څانګې د مسولینو په همکارۍ ۲۴ تنه شاګردان د نورو زده کړو د ترسره کولو په موخه ثبت، راجستر او لومړني پړاوونه یې ترسره کړي څو په ښوونیزو بنسټونو کې د شمولیت په وخت کې ورته اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده کمېټه، هغه کډوال، چې د تورخم له لارې خپل هېواد ته راستنېږي او د ماشومانو زده کړې یې نیمګړې پاتې وي، د لومړنیو پړاوونو د ترسره کولو وروسته یې خپلو ولایتونو ته رسماً د پاتې زده کړو بشپړولو په موخه معرفي کوي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د لیسانس سند لرونکي، ۲۲ تنه غریبکار او ۴۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۷۲ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

همدا شان د ګرهار ولایت د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو له لوري په بېلا بېلو برخو کې کډوالو ته پوهاوی ورکړل شوی دی.

همدارنګه یادې کمېټې د آی او ایم دفتر سره په همغږي، د کډوالۍ دیرش فورمې پر کډوالو وېشلې دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

 د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۴۰۰ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له سپین بولدک څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۶ تنه و، کندهار او هرات ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په سپین بولدک کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې  په سپین بولدک کې یو تن د بکلوریا سند لرونکی، یو تن د فوق بکلوریا سند لرونکی، اووه تنه دیني عالمان، درې تنه حافظان، ۷۳ تنه غریبکار او ۲۴ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۱۰۹ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۴۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

همدارنګه یادې کمېټې یو تن ماشوم چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوی و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی.

زابــــل

شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له شملزو لارې څخه دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې نهه تنه و، د زابل مرکز قلات او خاک افغان ولسوالۍ ته لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۲ زره افغانۍ نغدي کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوه کورنیو سره لس – لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په شملزو کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

پکتیکا

آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په آنګور اډه کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 په آنګور اډه او ښرنه کې  راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا:  کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۱۱۸خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په آنګور آډه کې ۳۱ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي او درې تنو ته بېلا بېل واکسین تطبیق شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۴۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز دوه زره او ۹۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له ۹ کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۹۰ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې ۳۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

 د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۳ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار  کې ۲۴۱ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هرات

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په هرات کې ۳۹ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای  شوي دي.

کابـــــــل

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

 له کابل څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۲تنه و، بغلان، بلخ، تخار او کندوز ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او د یادو کورنیو د موټرو  ټوله کرایه ۳۵ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوې ده.

د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:

ټول ثبت شوي کډوال:              ۱۳۹ کورنۍ، ۶۳۸ غړي

ټول لېږدول شوي کډوال:          ۳۵ کورنۍ، ۱۸۵ غړي

ټول مرسته شوي کډوال:           ۹۶ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال:         ۱۱۸کورنۍ

ټول تداوي شوي کډوال:            ۳۱ تنه

وېشل شوي سیمکارتونه:             ۱۸۶ عدده

د کډوالو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا