ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان سوداګر او پانګوال: افغان پانګوال اوس د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېواله دي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له یو شمېر ملي سوداګرو او پانګوالو سره لیدنه کړې.

پانګوالو او سوداګرو د اسلامي امارت له لوري افغان سوداګرو او پانګوالو ته د رامنځته شویو فرصتونو، اسانتیاوو او ملاتړ مننه کړې او ويلي يي دي، افغان پانګوال اوس د بهرنیو هېوادونو پر ځای په خپل هېواد کې پانګونې او سوداګرۍ ته لېواله دي.

دوی زیاته کړې؛ اوس د سرتاسري امنیت له امله د پانګوالو او سوداګرو مال او سر خوندي دی او په هېڅ ځای کې ترې ناقانونه اخاذي او باجګیري نه کېږي.

یادو سوداګرو او پانګوالو په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه، ستونزې او نظریات د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د افغان سوداګرو او پانګوالو لخوا په هېواد کې له زلزله ځپلو او ګاونډیو هېوادونو څخه اجباري راستنو شویو افغانانو سره د مرستو په مننې ویلي؛ ملي سوداګر او پانګوال د افغانستان مهمه برخه ده، چې د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ملي پانګوالو او سوداګرو ملاتړ کوي او دوی ته د ازاد رقابت او ډاډمن چاپیریال د چمتو کولو ډاډ ورکوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې له ټولو ملي سوداګرو او پانګوالو غوښتي، چې خپله پانګه دې افغانستان ته راوړي او له رامنځته شویو فرصتونو څخه دې استفاده وکړي.