د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د ملي او نړیوالو د موسساتو له استازو سره د همغږۍ ناسته کړې.
یاده ناسته، چې د بلخ ولایت مقام د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه د بلخ ولایت مرستیال، د یو شمېر سکتوري ریاستونو رییسانو او د یو شمېر ولایتونو د کډوالو چارو رییسانو هم ګډون درلود.
په ناسته کې د کډوالو چارو سرپرست وزیر له پاکستان څخه راستنو شوو کورنیو ته د ژمنیو مرستو په رسولو ټینګار کړی.
خلیل الرحمان حقاني ویلي؛ د واورو په ورېدو سره ښایي ځینو ولایتونو ته لارې بندې شي، نو له همدې امله مخکې له مخکې باید مرستې ور ورسول شي.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې کډوالو ته کورونه جوړول، کاري فرصتونه رامنځته کول او نور اساسي خدمتونه دې وړاندې شي.
د مهاجرینو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ افغاني غرور چاته لاس نیول نه ایجابوي، له همدې امله دې مرستې د کار په بدل کې ورکړل شي.
د بلخ ولایت مرستیال نورالهادي ډاډ څرګند کړی، چې د راستنو شوو ستونزو ته د رسېدنې لپاره یې په ولایت او ولسوالیو کې کمېټې جوړې کړي او امکانات یې هم په لاس ورکړي دي، ترڅو ټولو راغلیو کډوالو ته پر وخت رسېدنه وشي.
په پای کې د موسساتو استازو خپل کاري راپورونه وړندې کړي او خپلې ستونزې یې له سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې د ښاغلي حقاني له لورې د حل ډاډ ورکړل شوی.

