ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر لوی رییس له یو شمېر ملي سوداګرو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر لوی رییس او د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال سلاکار له یو شمېر ملي سوداګرو سره په مرمرینه ماڼۍ کې لیدنه کړې.

په ناسته کې ملي سوداګرو د تولید او پروسس په موخه د کارخونو جوړولو لپاره د ځمکو ترلاسه کولو، سوداګریزو جوازونو او پر ځینو خوراکي توکو باندې د تعرفې لوړېدلو په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رییس ملي سوداګرو ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، چې یادې ستونزې به له اړوندو وزارتونو او ادارو سره شریکې کړي او په ګډه به حل لارې ورته پيدا کړي.