ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ بخش اباد بند د کاسې جوړولو او په نورو اړینو موضوعاتو خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث شوی.

دغې ناستې ته د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د ټاپ پروژې د سکرتریت د جوړېدو، د فراه ولایت د قومي مشرانو له لوري د بخش اباد بند د تونلونو چارو تر بشپړېدو مخکې د یاد بند د کاسې جوړولو چارو د پيلېدو پر غوښتنې، له فتحې مخکې د پارنده پنجشیر مایکروهایدل او د چک برېښنا بند د پاتې انوایسونو د اجرا او د سیلوګانو لپاره د غنمو د پېرلو پر کړنلارې خبرې شوي.

تر هر اړخیز بخث وروسته پرېکړه شوې، چې یاد موضوعات دې د تخنیکي کمېټې د نظرونو په نظر کې نیولو سره د نهایي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شي.