په افغانستان کې د یوناما پخواني مشر تدامیچي یاماموتو او ورسره مل پلاوي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدنه کړې.
یماماتو ویلي؛ جاپان د افغانستان د خلکو سره ځانګړې مینه لري او په همدې موخه غواړي، چې په افغانستان کې اوسني حقایق درک کړي او د بشري مرستو تر څنګ د شته حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د باور او اړیکو جوړولو په برخه کې همکاري وکړي.
د سسکاوا سولې بنسټ رییس اتسوشي سونامي د یاد بنسټ په تړاو مالومات وړاندې کړي او په افغانستان کې یې کار کولو ته چمتوالی ښودلی.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د جاپان د مرستو او همکارۍ ترڅنګ د چاپان له بنسټیزو کارونو څخه ځانګړې یادونه کړې.
شېر محمد عباس ستانکزي ویلي؛ افغانستان تازه له جګړو راتلی هېواد دی او اړتیا ده، چې دلته زده کړې، روغتیا، زراعت او چاپېریال ساتنې په برخه کې لازمې مرستې وشي او په دې برخه کې مونږ له جاپان څخه د ځانګړې مرستې او همکارۍ هیله لرو او د اسلامي امارت له لوري د بشپړې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکوو.
په پای کې یاد پلاوي په نورو لازمو برخو کې هم د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې.

