ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي: د افغانستان ټرانزېټ کولي شي، د سیمې او نړۍ هېوادونو په سوداګرۍ کې رغنده رول ولوبوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او مل پلاوي ایران مشهد کې د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له لوري مشهد ته د بهرنیو چارو وزیر د ورتګ په ویاړ جوړ شوې غونډه کې ګډون او وینا کړې.

د ایراني او افغاني تجارانو له لوري په ترتیب شوې ماښامنۍ کې د خراسان رضوي ولایت والي، مرستیال یې، په تهران کې د افغانستان لوی سفارت سرپرست، په مشهد کې افغان جنرال کونسل، د ګډې سوداګرۍ خونې مسولینو او د دواړو هېوادونو تجارانو ګډون درلود.

مولوي امیرخان متقي د اسلامي امارت په اقتصاد محوره برابر بهرني سیاست او افغانستان کې رامنځته شویو تجارتي، اقتصادي، صنعتي او زراعتي فرصتونو روښانه کړي.

نوموړي دغه راز ایراني او افغاني تجاران هڅولي، چې په افغانستان کې په لوی زړه پانګونه وکړي او ډاډ یې ورکړی، چې افغان حکومت به یې په ټول قوت سره تر شا ولاړ وي.

همداراز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان ټرانزیتي اهمیت ته په اشارې سره د ګاونډيو، سیمي او نړۍ ترمنځ د نښلون لارې په ګوته کړي او د واخان کوريډور په ارزښت یې هم مفصلې خبرې کړي.

سرپرست وزیر په افغانستان او سیمه کې د ښه امنیت، یوالي، اقتصادي ودې او هر اړخیزو همکاريو په باب هم څرګندونې کړې او ویلي يي دي؛ او افغان حکومت به په خپل ټول توان سره د سیمې د ښېرازۍ لپاره هڅې کوې او چاته هیڅ ډول اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان په شمول د ګاونډيو او سیمه ییزو هېوادونو امنیت وننګوي یا هم ورته خطرات متوجه کړي.

په پای کې ښاغلي متقی د پانګونې په برخه کې د سالم رقابت په پار لازمې سپارښتنې کړي او د افغان-ایران ګډې سوداګرۍ خونې له میلمه پالنې او درانه هرکلي یې مننه کړې.