ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون تر دې دمه د ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه بیرته راګرځولې

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بیرته راګرځولو کمېسیون مشرتابه پلاوي د عدلیې وزارت د سرپرست او د یاد کمېسیون د رییس مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ پروان ولایت ته سفر کړی.

یاد کمېسیون په دغه ولایت کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې د تېرو ۱۵ میاشتو په اوږدو کې د هېواد په کچه کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې بیرته راګرځول شوې دي.

دا سفر د ځمکو د غصب اړوندو دوسیو د بررسۍ او د پروان ولایت له مقاماتو او مسولینو سره د خبرو او همغږۍ په موخه ترسره شوې.

 په یاد سفر کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري، د کور او ښار جوړولو د وزارت سرپرست مولوي حمدالله نعماني، د سرحدونو د وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د چارو د ادارې لوی رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د سترې محکمې استازي او د امارت د قضایاو لوی رییس او د دغه کمېسیون سکرتر مولوي احسان الله وثیق او د یاد کمېسیون نورو غړو د عدليې له وزیر سره ملتیا کړې.

د یاد کمېسیون مشرتابه د پروان ولایت له والي او د دغه ولایت له نورو ملکي او نظامي مسولینو سره ناسته کړې او په هغې کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو امارتي ځمکو د بیرته راګرځولو په اړه خبرې کړي.

یاد پلاوي د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې د دغه ولایت د مشرتابه کړنې ستایلي او د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون او یو شمېر نورو مهمو ټکو په اړه يې توضیحات وړاندې کړي.

د عدليې وزارت سرپرست په یاده ناسته کې، دغه ولایت ته د کمېسیون د مشرتابه پلاوي د سفر موخې د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي پلاوي د کړنو بررسي او ارزونه، د امارتي ځمکو د غصب او د تثبیت اړوندو دوسیو بررسي یادې کړې.

مولوي احسان الله وثیق د کمېسیون د کار له پیل راهیسې په ټول هېواد کې له غاصبینو څخه د کابو ۱.۵ میلیونه جریبه غصب شوې امارتي ځمکې له استرداد څخه خبر ورکړی او ویلي يي دي؛ چې کابو ۴۰۰ زره جریبه نوره ځمکه هم د یاد کمېسیون تر کار لاندې قرار لري.

د نوموړي په وینا؛ د یاد کمېسیون د کارونو پرمخ وړلو لپاره لارښوود، کړنلاره او جامع قانون هم لیکل شوي او نافذ شوي دي.

د پروان مسولینو د دغه ولایت له تخنیکي پلاوي او د ځمکو د غصب د مخنیوي له کمېسیون سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی.