ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان-ترکمنستان تخنیکي ټیمونو له تورغونډۍ سټیشن څخه لیدنه کړې

د افغانستان-ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارو تخنيکي ټیمونو د تورغونډۍ بندر د ظرفيت لوړوني، د سوداګريزو لیږد رالیږد په چټکوالي، منظموالي، ټرانزيټ او يو شمېر نورو اړونده موضوعاتو بحث کړی.

د هرات د اوسپنې پټلۍ رییس او ترکمنستاني پلاوي د اوسپنې پټلۍ په برخه کې په دوه اړخیزه همکاریو تاکید کړی او د اوسپنې پټلۍ له مسیرونو څخه د انتقالاتو د زیاتوالي لپاره يې ژمنتیا څرګنده کړې.

له غونډې وروسته ټاکل شویو ټیمونو د تورغونډۍ سټیشن له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کړې او د سټیشن د ظرفیت لوړوني په پار د تخلیې او بارګیري لپاره د نویو هنګرونو او فرعي خطونو د جوړیدلو لپاره یې ساحې ځانګړې کړي.

غونډه کې پریکړه شوې، چې له دې وروسته به د ترکمنستان هېواد د سرحد اباد سټیشن په تورغونډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند چاري د اوسپنې پټلۍ ادارې له کارکوونکو سره تنظیم کوي او د قطارونو مانورینګ او ټرافیکي چارې به هم د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارېکارکوونکي مخته وړي.

له غونډي وروسته کډ پلاوي د تورغونډۍ -هرات پروژې د مسیر په اوږدو کې د اوسپنې پټلۍ سټیشن او د هرات ولایت هوایي ډګر او صنعتي پارک ته څېرمه د یادي پروژې له اخیري سټیشن څخه هم لیدنه کړې.

څو ورځي وړاندې د ترکمنستان هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په مشري لوړپوړي پلاوي له افغان لوړ رتبه پلاوي سره په ګډه له تورغنډۍ سټیشن او اړوند تاسیساتو څخه لیدنه کړې وه.