تهران کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي عبداللهیان متقي صاحب او مل پلاوي ته ښه راغلاست ویلی او خوښي یې څرګنده کړې، چې د فلسطین د قضیې په تړاو دایر شوي کنفرانس کې یې ګډون او اغیزمنه وینا وکړه.
دغهراز نوموړي د فلسطین د قضیې په تړاو د اسلامي امارت د مثبت دریځ ستاینه کړې ده.
مولوي امیرخان متقي د افغانستان او ایران ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو کې د لا پیاوړتیا په موخه د مؤثرو اقداماتو یادونه کړې ده.
ښاغلي متقي په ایران کې د افغان بندیانو او کډوالو د وضعیت او ستونزو د حل په موخه له خپل ایراني سیال سره مفصلي خبرې کړې او د ایراني سیال له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.
د ناستې په پای کي دواړو لوریو د افغانستان-ایران د ديپلوماټيکو اړیکو د کچې په لوړېدو خبرې اترې کړې دي.

