ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهيدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر کندوز کې د یاد وزارت اړوند رياست ارزونه کړې

 د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت سرپرست وزير ملا عبدالمجید اخوند د هېواد شمالي ولایتونو ته په سفر د سمنګانو او بغلان ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو د کاري بهیر تر ارزونې وروسته کندوز ولایت ته سفر کړی.

ملا عبدالمجید اخوند کندوز ته د خپل سفر اصلي موخه د یاد وزارت اړوند رياست د کړنو، اجرااتو، فعاليتونو او همداراز یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنې نغدي مساعدتونو د ورکړې د څرنګوالي ارزونه بللې.

 نوموړي ویلي؛ د شهیدانو او معلولینو د قربانېو په برکت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شوی، د هغوی د قربانېو په برکت موږ نن ورځ د اسلامي نظام تر چتر لاندې ژوند کوو.

 د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړې توګه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو ورثه وو او معلولینو تر څنګ ولاړ دی او له هغوی څخه ملاتړ کوي.

د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د دفتر ریيس قاري شاه محمد دوست ویلي؛ دې وزارت تر دې دمه په ټول هېواد کې ۳۵۰ زره تنه یتیمان، ۹۰ زره  تنه کونډې ۱۸۱ زره  معلولين ثبت کړي دي، چې په پورتنېو ارقامو کې د اسلامي امارت د سپېڅلو شهیدانو یتیمان، کونډې او معلولین، د تېرې ادارې د وژل شویو عسکرو او ملکي شهیدانو کونډې، یتیمان او معلولین شامل دي، چې د هر ډول تبعيض پرته هغوی ته مياشتنۍ نغدي مرستې ورکړل شوې دي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير په کندوز کې له یو شمېر معلولینو سره له نږدې کتلي، د هغوی ستونزې یې اوریدلي او له هغوی سره یې یوه اندازه نغدي مرسته هم کړې ده.