پنجشنبه د ۷/۶/۱۴۴۵ هـ ق نېټه، چې ۳۰/۹/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه هېواد ته کډوال راستانه شوي او په بېلابیلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۶۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۴۷ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۶۰۰ زره افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸تنه و، ګرهار، کنړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۳۷ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په تورخم کې ۲۰ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: د تورخم په کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ خوراکه ډوډۍ او ۱۳۰ زره لیټره پاکې اوبه توزیع شوي دي.
خوراکي توکي او البسه: په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته لاندې خوراکي توکي او البسه توزیع شوې:
۱۵۰تختې کمپلې، ۲۴ تختي فرشونه او روغتیایي کیټونه، ۱۵۰ بستې خام غذایي توکي او داسې نور بېلا بېل توکي ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۴۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۲ تنه د بکلوریا سند لرونکي، ۶۵ تنه غریبکار او ۴۵ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۱۲ تنه کیږي، ثبت شوي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۹۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړل. همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې ۳ تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا کړي او په اړونده ولایتونو کې خپلو کورنیو ته سپارلي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هیواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۹۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۰ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې یو میلیون افغانۍ کیږي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۶تنه و، قندهار، هلمند او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په سپین بولدک کې ۵۸ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
غذا: په سپین بولدک کې یو زر او ۶۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه توزیع شوې دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۳۴۴ تنه راستنه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۶۴۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمبلې او توسان کډوالو ته ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۴ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې درې تنه د بکلوریا سند لرونکي، پینځه تنه حافظان، دوه تنه دیني عالمان، ۹۸ تنه غریبکار او ۶۵ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۲۲ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر کړي دي.
همدارنګه یادې کمېټې په عمري کمپ کې دوه تنه ماشومان چې له خپلې کورنۍ څخه نادرکه شوي و، پیدا او خپلې کورنۍ ته سپارلي دي.
زابــــل
شملزو لار ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د شملزو په لار کې اته کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له شملزو لارې څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۱تنه و، د شملزو ولسوالۍ بېلا بېلو کلیو ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اته کورنیو سره لس – لس زره افغاۍ کومک شوی چې ټولې ۸۰ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په شملزو کې اته کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په شملزو کې راستنو شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم او ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
پکتیا
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په پکتیا کې ۴۱ کورنۍ د حضرت ابوبکر صدیق رض د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
آنګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په آنګور اډه او ښرنه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: کډوالو ته په آنګور اډه او ښرنه کې ۷۱خوراکه ډوډۍ او اوبه توزیع شوي دي.
روغتیا: په آنګور آډه کې ۲۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۱ کورنۍ چې د غړو شمېر يې ۱۹۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۱۴۵۹مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې له ۶ کورنیو سره لس – لس سره افغانۍ نغدي مرسته شوې چې ټولې ۶۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۴۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۱ عدده سیم کارتونه کډوالو ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې ۱۹۵ تنو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هرات
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په هرات کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د ټولو دروازو او کمېټو د بېلابیلو فعالیتونو مجموعي ارقام په لاندې توګه دي:
ټول ثبت شوي کډوال: ۲۱۹ کورنۍ او ۸۹۴ غړي
ټول لېږدول شوي کډوال: ۴۱ کورنۍ او ۲۲۵ غړي
ټول مرسته شوي کډوال: ۱۷۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۷کورنۍ
ټول تداوي شوي کډوال: ۳۷۲ تنه
توزیع شوي سیمکارتونه: ۳۹۹ عدده

