د کندهار په ښوراندام سیمه کې پر سل جریبه مځکه د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت په دوو فازونو کې د یوې لويي کارخوني د جوړېدو کارونه په چټکۍ سره روان دي.
د مسولینو په وینا؛ د جوړېدو چاري یې ۲۰ سلنه بشپړې شوي، چې تر بشپړ جوړېدو وروسته به یې ورځني تولیدات پینځه زره ټنه سیمنټ وي او دغه راز به زرګونه هېوادوالو ته پکښي د کار زمینه هم برابره شي.
د سیمنټو ددې تولیدي کارخوني مدیر ویلي؛ د یادې کارخونې د دواړو فازونو په جوړېدو سره به پينځه زره ټنه ورځني تولیدات ولري، چې د سویلي زون په کچه به اړتیاوې پوره کړي.
د کندهار د معدنونو او صنایعو خوني رییس سیدسرور اغا اماني ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره ډېرو ملي سوداګرو دلته کندهار کې پانګې اچونې ته زړه ښه کړی.
د نوموړي په وینا؛ د دې تولیدي کارخونې د جوړېدو چارې به تر راتلونکي یوه کال پورې بشپړې شي او تر پینځه زره کسان به پکې په کار بوخت وي.
د دغي کارخوني خام مواد چي د ښوراندام غره څخه ترلاسه کیږي او دغه سیمه چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري یو شرکت ته د تړون په اساس ورکول شوې؛ د کارخوني د انجنیرانو په وینا یې؛ د دوی د جیولوژیکي سروې په اساس د یاد غره خام مواد تر ۶۵۰ کلونو پوري بسنه کوي.

