ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین کې د افغانستان لوی سفیر د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر سره لیدنه کړې

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي اسد الله “بلال کریمي” د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیاسي څانګې له مشر لیو چینسونګ سره لیدلي.

په یاده لیدنه کې لیو چینسونګ ویلي، چې چین کې د اسلامي امارت د سفارت فعالیت د دواړو هېوادونو تر منځ د مثبت تعامل او داړیکو د لا پراختیا لامل شي.

ښاغلي چینسونګ زیاته کړې؛ هڅه کوي ترڅو چینايي پانګوال افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي او هیله یې څرګنده کړې، چې د مس عینک کان د کیندنې چارو ته هم زمینه برابره شي.

ورته مهال ښاغلي مولوي بلال کریمي، چین کې د وروستۍ زلزلې له امله د قربانیانو له کورنیو، د‌ چین له حکومت او عام ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اوس‌مهال په افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی او بهرني پانګوال کولای شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.