ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیا کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت درې چیک ډیمونو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لورې په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درې چیک ډیمونو او بدیلو پروژو د عملي کولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یاد وزارت سرپرست وزير محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له لورې پیل شوې.

د پرانستې مراسمو کې یې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزير، مل پلاوي، د پکتیا ولایت والي مولوي مهرالله حماد، د دغه ولایت استیناف محکمي، د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس، د یاد ولایت د علماوو د شورا نماينده مفتي امان الله، د سیمې علما‌‌ی کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و.

د یادو چیکډیمونو او پروژو د کار په جریان کې به د سیمې سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شې او په جوړیدو سره به يې د دغو ولسوالیو د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.