د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل هوایي ډګر کې د اردن هېواد د دوو تنو هغو استادانو استقبال کړی، چې د تدریس په موخه افغانستان ته راغلل.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ پلاوي، د اردن هېواد دوو تنو استادانو ته په کابل هوایي ډګر کې ښه راغلاست ویلی، چې د تدریس په موخه راغلي دي.
د یادو استادانو د راتګ موخه د عربي ژبې د زده کړې کورسونو جوړول او یو شمېر نورې روزنیزې پروګرامونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم لوړو زده کړو وزارت د تدریس په موخه له بهره استادان رادعوت کړي، چې ښې پایلې یې درلودې.

