په پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د اسلامي پولیسو له روزنیزې اکاډمۍ څخه د سوېل ختیځ زون په کچه ۵۰۰ پولیس له دوه میاشتو مسلکي، روزنیزو او عقیدتي زده کړو وروسته فارغ شول.
د دغه ولایت اسلامي پولیسو روزنیزې اکاډمۍ قومندان مولوي سمیع الله خالد ویلي؛ دغه پولیس د زون په کچه پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه دي، چې د سلاح تخنیک، پر دښمن د عملیاتو، خلکو سره د ښه چلند، د چک پواینټ اصول او لومړنیو طبي مرستو په برخو کې اساسي مسلکي او اخلاقي زده کړې ورکړل شوې، چې له دې وروسته به په خپلو ولایتونو کې دندې ترسره کوي.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نور جلال جلالي د اسلامي پولیسو اکاډمۍ څخه د پولیسو دغې فراغت غونډې ته په وینا کې فارغ شویو پولیسو ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ ويلي؛ د پولیسو دنده ډېره سپیڅلې ده او په رښتینې ډول د ټولنې خدمت کوونکي دي، هڅه وکړئ، چې د ولس ساتنه او خدمت وکړئ پر ولس شفقت او رحم وکړئ د نظام بقا د ولس په خدمت کې نغښتې ده.
د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال فارغ شویو پولیسو څخه غوښتي، چې د دندې پرمهال ټول اصول او قوانین عملي کړي.
د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام الله صلاح الدین د یادې غوڼډې پرمهال پولیسو ته په خطاب کې ويلي، هغه څه چې د اکاډمۍ زده کړو په لړ کې درښودل شوي عملي يې کړئ او د اسلامي پولیسو ټولې ښې ځانګړتیاوې خپلې کړئ، د دندې پرمهال خلکو سره ښه چلند وکړئ تر څو د هغوی په زړونو کې ځای پیدا کړئ.
د پکتیا امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص په خپلې وینا کې فارغ شویو مجاهدینو ته په خطاب کې ويلي، تاسې ته لوی مسولیت درکړل شوی او په ښه ډول يې ترسره کړئ، د خپل اسلامي نظام، ولس او خاورې ساتنه وکړئ، او د زده کړو پر وخت مو چې څه زده کړي په ټوله معنی يې پلي کړئ.
فارغ شویو پولیسو ویلي؛ چې دوی اوس د پخوا په پرتله ډیر مسلکي شوي او ښه روزنه يې ترلاسه کړې، مجاهدین پوره په تجهیزاتو سمبال شوي او ولس ته په رښتیني ډول د خدمت او امنیت ډاډ ورکوي.
په ورته وخت کې فارغ شویو پولیسو د ښې مسلکي روزنې، د دښمن په وړاندې د چټک غبرګون او مخنیوي اړوندې یو لړ نظامي حرکتونه او پوځي تمرینات هم نندارې ته وړاندې کړل.
د دغه ولایت اسلامي پولیسو اکاډمۍ د مسولینو د معلوماتو له مخې د اسلامي امارت واکمنېدو څخه تر دې مهاله دغې اکاډمۍ څخه اووه زره او ۹۰۰ تنه پولیس له مسلکي او اخلاقي زده کړو وروسته فارغ شوي دي.

