ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي مرستیال د ترکیې هېواد له یو شمیر علماوو سره لیدنه کړې

غونډه کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ملا عبدالرزاق اخوند، د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوي کلیم الله افغان،  د داخلي پلټنې رییس مولوي احسان الله حقاني اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس  مفتي فیصل خاموش، او د ترکیې هېواد یو شمیر علماوو ګډون کړی وو.

د غونډې موخه د ترکیې هېواد د یو شمیر علماؤ له لوري د (طالبان زمونږ څه کیږي) تر عنوان لاندې د کتاب د لیکلو په اړه چې  هغه به د اسلامي امارت د جهادي کارنامو، عدل او انصاف، شجاعت او د اسلامي نظام د تنفیذ په هکله د معلوماتو راټولول وو، د یاد وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال سره یې لیدنه کړې.

ملا عبدالرزاق اخوند د مجاهدینو د تېرې دورې حاکمیت پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت د راتګ اصلي موخه په هېواد کې د رامنځ ته شویو ناخوالو، ظلم، بي عدالتۍ او فساد له منځه وړل او په هېواد کې د اسلامي نظام تنفیذ، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د هېواد خپلواکي او د ظالم له لاسه د مظلوم خلاصول یاد کړي او د تېرې دورې د جهادي کارنامو په هکله یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړي.

په دې غونډه کې د شهیدانو اومعلولینو چارو وزارت مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال د اسلامي امارت د بنسټ ایښودونکي مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د جهاد، شجاعت، عدل او انصاف او د کارنامو په هکله هم هر اړخیزې خبرې وکړې.