ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ولایت ته سفر کړی

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۹مه نېټه د چهارشنبې په ورځ کندوز ولایت ته سفر کړی.

ملا عبدالغني برادر اخوند کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مسوولینو سره لیدنه کړې او هغوى ته یې د کارونو د ښه ترسراوي په اړه اړینې سپارښتنې کړې دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سفر پر مهال د کندوز ولایتي مسولینو په ملتیا د کندوز سپین زر دولتي شرکت څخه هم لیدنه کړې.

محترم ملا صاحب د یاد شرکت فعاليت ارزښتمن ياد کړی، د مسولینو له ترسره شوو هڅو ستاینه یې کړې او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه اړینې سپارښتنې کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په راتګ سره کندوز سپين زر دولتي شرکت په عصري تجهیزاتو سمبال شوی او د خامو موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په حرکت راغلى دى، چې سلګونو‍‍‍‍‍ کسانو‍ ته پکې کاري زمينه هم برابره شوې ده.

اوس‌مهال یاد شرکت د مالوچ، نباتي غوړیو، کنجاړې، د ځان او کالیو مینځلو صابون، کاغذي دستمالونو، موسمي یخ او په مختلفو اندازو د پلاستیکي بوتلونو د جوړولو په برخه کې تولیدات لري.