ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالۍ نړیوال سازمان له مشرې سره د مولوي امیرخان متقي لیدنه؛ کوربه هېوادونه باید له کډوالو سیاسي ګټه وانه‌خلي

د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) عمومي مشرې امي پوپ او مل پلاوي د بهرنيو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې په بېلا بېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د وضعيت، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستنې، د قانوني مهاجرت د تسهيل او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير د کلونو په اوږدو کې له افغان کډوالو سره د مهاجرت نړيوال سازمان له همکاريو مننه کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم د افغانستان اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د افغان مهاجرينو او راستنېدونکو هېوادوالو لاسنيوي لپاره هېڅ ډول مرسته نه سپموي، خو د پخوانيو جګړو له کبله د مهاجر شويو افغانانو لوړ شمېر ته په کتو د هغوی د را په کور کولو په برخې کې د ياد سازمان او نورو نړيوالو مرستندويانو مرستو ته اړتيا ليدل کيږي.

ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د کډوالۍ له موضوع سره بايد د کوربه هېوادونو له خوا سياسي چلند ونه شي، ځکه چې مهاجرين نه يوازې دا چې پر کوربه هېوادونو بوج نه دي، بلکې د هغوی په پرمختيا او اقتصادي ودې کې د پام وړ ونډه لري.

د کډوالۍ نړيوال سازمان مشرې آغلې امي پوپ ویلي؛ سره له دې چې د ياد سازمان د مشرې په توګه يې د کار لومړۍ مياشتې دي، د افغان مهاجرينو او په ځانګړې توګه د جبري اېستل کېدونکو کډوالو د موضوع پراخوالي ته په کتو يې غوره وبلله، چې افغانستان ته راشي او هر څه په خپلو سترګو وګوري.

آغلې پوپ د مهاجرت د موضوع په سياسي کولو خواشيني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالۍ نړيوال سازمان نه يوازې خپلو اصلي هېوادونو ته د کډوالو د ستنېدلو، بلکې د قانوني مهاجرت د اسانولو له پاره هم کار کوي.

نوموړې زیاته کړې، چې د دوی موخه له مهاجرينو سره د انساني چلند باوري کول دي، ځکه چې مهاجرت يوازې د مهاجرينو اړتيا نه، بلکې د نړۍ د ډېرو هغو هېوادونو اړتيا هم ده چې د کاري ځواک له کمښت سره مخ دي او دا چې مهاجرت يو اقتصادي او پرمختيايي فُرصت هم دی.

په پای کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير آغلې امي پوپ ته د هغې په نوې دندې کې د برياليتوب هيله کړې او د افغان کډوالو په برخه کې يې د اسلامي امارت په استازيتوب د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.