دغه وزارت وايي، د لمریزې برېښنا پینځه کلن پلان به په هرات، فراه، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او نیمروز کې عملي شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد ویلي؛ په هرات ولایت کې د ۱۰۰ میګاواټه او نیمروز ولایت کې د ۵۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید پروژې په پام کې نېول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ د لمریزې برښنا تولید برخه کې له ځینو ترکي او افغاني شرکتونو سره هوکړې هم شوي دي.
د برېښنا ریاست ویاند حکمت الله میوندي ویلي؛ په سروبي کې د لمریزې برښنا تولید یوه پروژه ده چې ۴۰ میګاواټه ده، له پانګوالو سره خبرې شوي دي، چې څنګه دا پروژه پلې شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت په وینا؛ اوسمهال افغانستان د ۲۲۰ زره میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید وس لري، خو تر اوسه په دې برخه کې لازمه پانګونه نه ده شوې.
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا د لمريزې برېښنا د تولید لپاره افغانستان ډير مناسب ځای ګڼي او په دې برخه کې پر پانګونه ټينګار کوي.
د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، چې د راتلونکو پینځو کلونو لپاره یې د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت د برېښنا دوه سوه پروژې په پام کې نیولې دي.

