ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کِریم شالوم لاره غزې ته د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانیستل شوه

د اسرائیلو او غزې تر منځ د کِریم شالوم لاره پرون یکشنبه غزې ته د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانیستل شوه.

دا لاره چې پر غزه د اسرائیلو له برید سره سمه تړل شوې وه، د نړیوالو بشري سازمانونو په هڅو بېرته پرانیستل شوه.

د راپورونو پر اساس د دې لارې د پرانیستو په لومړۍ ورځ ۷۹ په مرستو بار لارۍ غزې ته رسېدلې دي.

له دې وړاندې غزې ته یوازې د مصر د رفح بندر له لارې مرستې رسېدې، چې اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ وو.

غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم له بریدونو وروسته له سختو ناخوالو سره لاس او ګریوان ده او یو میلیون او ۹۰۰ زره خلک یې د خپلو سیمو او کورونو پرېښودو او بشري مرستو ته اړ شوي دي.