د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال حافظ محمد يونس راشد هلمند ولايت ته د خپل سفر پرمهال د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د ځوانانو چارو معينيت له لوري د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ښوونيز مرکز ته ۱۲ پايې کمپيوټرونه سپارلي.
نوموړي ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی، ترڅو ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړې او هڅه کوي، څو مو ځوانان د علم په برخه کې بې لاسته راوړونو پاتې نه شي.
نوموړي زیاته کړې؛ یاد ښوونیز مرکزونه به له نورو اسانتیاوو څخه هم برخمن کړو، ترڅو د هېواد ځوانان له کومې ستونزې پرته خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي راشد ویلي؛ اسلامي امارت مسولینو پر یوې داسې طرحې کار پیل کړی، ترڅو د نورو هېوادو له پوهنتونونو څخه باتجربه او د لوړې سویې استادان افغانستان ته راولي او له علم او تجربو څخه يې د افغانستان ځوانان ګټه واخلي.

