پرون ماښام هرات ولايت کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مُرَدوف په مشري د دواړو هېوادونو پلاوي د تورغنډۍ بندر، د افغانستان خاوره کي د ټاپي نلليکې او نورالجهاد سبسټېشن تر کتنې وروسته، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د لېږد پر لارو چارو، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ سټېشن پراختیا، دوې اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ او ټرانسپورټ کې د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو او هرات ولایت کې د نورالجهاد برق سبسټېشن د ظرفیت لوړولو په اړه هراړخیزې خبرې اترې وکړې.

په دغو خبرو کې د مولوي امیرخان متقي ترڅنګ د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور، د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي، د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر ملا بخت الرحمن شرافت، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین ملا عبدالسلام حیدري او د هرات والي شیخ نور احمد اسلامجار د افغانستان له خوا ګډون کړی و او د ترکمنستان له اړوندو چارواکو سره یې خبرې اترې وکړې.
په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر خپل ترکمن سیال او پلاوي ته له هرکلي وروسته ویلي، چې افغانستان کې د جګړې له پای او نوي حکومت له تشکیل وروسته اوس د دې فرصت رامنځ ته شوی چې د ټاپي ستره پروژه له لسیزو ځنډ وروسته د دواړو لوریو په ګډو هڅو عملاً پیل شي.
ښاغلي متقي د افغانستان له لوري د چمتووالي په اړه پوره ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نلليکې د کيندنې د پیل لپاره د افغانستان اړوندو ارګانونو خپلې ټولې چارې بشپړې کړې او په تمه یو چې عملي کار پیل شي.

مولوي امیرخان متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ پر زیاتوالي هم ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په تورغنډۍ بندر کې د مالونو انتقالات څلور ويشت ساعته شي.
همداراز د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د ټاپي پروژې پر اهمیت رڼا اچولې او ټینګار یې کړی، چې د افغانستان په خاوره کې د نلليکې د کیندنو کار عملاً پیل شي.
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو او د ټرانزیټ په برخه کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په اړه خبرې کړې.
ښاغلي عزیزي چمتووالی ښودلی، چې نیږدې راتلونکي کې به په عشق اباد کې د افغان توکو یو نندارتون جوړ کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په خپل وار په ګڼو برخو کې د افغانستان او ترکمنستان د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا هراړخیزې خبرې کړې.

ښاغلي رشید مُرَدوف له خپلې خوا هم په نژدې راتلونکي کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار د پیل په اړه خپل چمتووالی ښوودلی دی.
ښاغلي مُرٙدوف ویلي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره باید دواړه لوري یوه جامع لارنقشه رامنځ ته او پلې کړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې هېواد یې غواړي افغانستان سره ګډه سوداګري تر یو میلیارد ډالرو پورې لوړه کړي.
ښاغلي مُرَدوف په عشق اباد کې د افغان توکو د نندارتون په اړه هم تیاری ښودلی دی.
د خبرو په پای کې متقي صاحب خپل ترکمن سيال ته ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر شریکو موضوعاتو به په مختلفو کچو او برخو کې بحثونو او کار کولو ته ادامه ورکوي، ترڅو د دواړو هېوادونو لپاره له رامنځته شویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته شي.

